IQNA

د امریکائي مسلمانانو شورا غوښته:

ټرمپ دې له ایران سره جګړې سره  یوځای کیدو لپاره دې د نتانیاهو غوښتنه ونه مني 

10:59 - June 16, 2025
د خبر لمبر: 3491280
ایکنا - د امریکا د مسلمانو ډلو تر ټولو لوي  ایتلاف له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د اسرائیلو له ایران سره له  جګړې سره دې یوځای نشي. 

 ایکنا نیوز راپورراکوي، ګارډین لیکلي: د متحده ایالاتو د مسلمانو تنظیمونو شورا، چې د امریکا د مسلمانو ډلو تر ټولو لوي ایتلاف دی، له ټرمپ څخه وغوښتل چې له  ایران سره په جګړې کې د متحده ایالاتو د زیاتې ونډې لپاره د نتانیاهو غوښتنه رد کړي. 

دغې شورا په یوې وروستي خپرې شوې اعلامیې کې ویلي: مونږ له ولسمشر ټرمپ څخه غواړو چې د اسرائیلو له خوا پر ایراني عامو خلکو  د حملو د سمدستي پاي ته رسولو غوښتنه دې وکړي، هغه حملې چې د امریکائي بمونو، امریکائي جټ الوتکو او د امریکائي مالیه ورکوونکو د ډالرو په کارولو سره ترسره کیږي.» 

دغې اسلامي ډلې اعلان وکړ: راځئ روښانه واوسو. هغه څه چې مونږ ئې اوس وینو، هغه دروغ دي چې د عراق جګړې ته ئې لاره هواره کړه. لکه څنګه چې عراق د ډله‌يیزو ویجاړوونکو وسلو درلودونکی نه و، ایران هم ایټمي وسله نلري، اټومي وسله نه جوړوي او د خبرو اترو په میز کې چمتو و چې ژمنه وکړي د یورانیمو غني کول یوازې د غیر پوځي موخو لپاره محدود کړي.» 

د امریکا د مسلمانانو د اړیکو شورا (CAIR) پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي، زمونږ حکومت د یوه توافق او د بل غیر ضروري جګړې د مخنیوي پر ځای، د نتانیاهو وروستي جنګي جنایتونه ممکن کړي دي.» 

https://iqna.ir/fa/news/4288717  

captcha